د تورخم ښاروالۍ د یو مدیر وژل او د یوبل ټپی کیدل

د ننګرهار چارواکي وایې؛ ناڅرګندو وسله واله والو د تورخم ښاروالۍ پر دوو مديرانو ‌‌‌‌‌‌ډزې کړي چې يو يې وژل شوی  او بل یې ټپي شوی دی .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ اړوند په تورخم ښارګوټې کې تېره شپه نږدې اووه بجې د تورخم ښاروالۍ پر دوو مديرانو نا څرګندو کسانو د بې غږه وسلې ‌‌‌‌‌‌ډزې کړې،چې له امله یې د یادې ښاروالۍ د جوازونو مدیر سیدالرحمن وژل  شوی او د شیرزاده په نوم د  املاکو مدیر ټپي شوی دی .

د تورخم ښاروالۍ ياد مديران په تورخم ښارګوټې کې د شپې د ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ تر خوړلو وروسته خپل هستوګنځای ته روان و چې د غلچکي بريد لاندې راغلي دي،چې ټپي شوی مدیر اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د پیښې علت تر اوسه څرګند نه دی او مسولیت یې هم تر اوسه کوم شخص او یاهم کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

خروج از نسخه موبایل