په بغلان او فاریاب ولایتونو کې د چاودونو مخه ونیول شوه

د فاریاب او بغلان ولایتونو په مربوطاتو کې د دوه  کړۍ ماینونو په کشف کېدو سره د دوه خونړیو چاودنو مخه ونیول شوه.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه ماینونه یې د بغلان په پلخمري ښار او د فاریاب په میمنه ښار کې کشف او خنثی کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د بغلان پولیسو د پلخمري ښار  دارلمعلمین ته نږدې د یوه ماین د چاودنې مخنیوی کړی دی.

له بله پلوه ،د فاریاب پولیسو وړمه ورځ ماښام مهال د میمنې ښار د«هرات سړک »په مربوطاتو کې د لري څخه یوه کړۍ کنټرول کیدونکی ماین چې په یوه موټر کې ځای پرځای شوی وو کشف کړی دی.

د یوه بل خبر له مخې د«ولید ۳۸» عملیاتو په پایله کې د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د ګذر،لندجي او تغای بازار کلې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دې تصفیوي عملیاتو په جریان کې د وسله والو طالبانو دوه تنه سیمه ایز طالبان وژل شوي او د سانچارک ولسوالۍ لپاره د هغویو تش په نوم ولسوال مولوي نورالحق او ددې ولسوالۍ لپاره نظامي مسوول ملانورمحمد چې په خالد مشهور دی د ۵ تنو سره یوځای ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

خروج از نسخه موبایل