د ننګرهار په چاودنه کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې په یوه کور د هاوان مرمۍ د لیګدو له امله ۱۱ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

چارواکي وایې د وسله والو طالبانو له لورې د توغول شوي هاوان مرمۍ د لګیدو پېښه کې د دوه  میرمنو  په ګډون څلور تنه وژل شوي .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ مرکخیلو سیمه کې د وسله والو طالبانو له لورې د توغول شوي هاوان مرمۍ چې د ملکي وګړو په یو کور کې لګیدلې،له امله یې د دوه میرمنو په ګډون  څلور تنه  وژل  شوي او د میرمنو او ماشومانو په ګډون اووه تنه نور ټپیان دي .

یاد توغندی د حاجي نادر  په نوم د ملکي وګړو په یو کور کې لګیدلی،چې له امله یې نوموړی هم  وژل شوی  دی.

خروج از نسخه موبایل