ننګرهار کې سیلابونو ۶ تنو مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل؛ د ننګرهار روداتو ولسوالۍ په منګل کلي کې د زياتو اورښتونو له امله د يو کور دیوال او چت پریوتی،چې له امله يې د يوې کورنۍ دوه ميرمنې او دوه ماشومان مړه  شوي  او دوه ټپیان دي.

همدارنګه تېره ورځ هم جلال آباد ښار اوومې ناحیې سيمه کې يو تن سيلاب وړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د ورستیو سیلابونو د را وتلو له امله د نورو ولایتونو ترڅنګ په کونړ، لغمان او ننګرهار کې هم خلکو ته مالي او ځاني زیان اوښتی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل