په امریکا کې ډزو ۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

امنیتې سرچینو د امریکا په کالیفرنیا کې د یوه برید ګر کس له لوري پر یوه یهودي کلیسا  باندې د ډزو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، رویټرز راوړي دي چې دکالیفرنیا ایالت په «سن دیاګو» ښار کې یوې یهودې کلیسا  ته نږدې د یوه وسله وال شخص د ډزو په پایله کې یو تن وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د «سن دیاګو » ښار د پولیسو چارواکو ویلي دي چې برید ګر شخص د پولیسو له لوري نیول شوی دی؛مګر لا تر اوسه ددغه پیښې انګیزه مالومه شوي نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال په نومبر میاشت کې هم یوه وسله وال کس ددغه هېواد په تګزاس ایالت کې د مذهبي مراسمو پر ګډونوالو ډزې کړي وي چې په پایله کې یې ۲۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

خروج از نسخه موبایل