د شمالي کوریا د توغندیو تازه ازموینه

د جنوبې کوریا د مالوماتو او موندونو له مخې ،پیویانګ یانګ تازه د توغندیو څو ازموینې ترسره کړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، د جنوبي کوریا دولتي رسنیو له جملې څخه « یونهاپ» راپور ورکړی دی چې شمالي کوریا نن سهار( غویي ۱۴) څو  د«لنډ واټن» توغندیو ازموینه کړي ده.

په راپور کې راغلي دي چې دغه توغندي د«هودو» د خلیج په نظامي هډې کې ازمایل شوي  او د ۷۰ څخه تر ۲۰۰ کیلومترو واټن تر مینځ په نښه شوي اهداف ویشتلی شي.

په ویتنام کې د کیم جونګ اون او ډونالډ ټرمپ تر مینځ د بې پایلې ناستې او د«پوتین» سره د «اون» د لیدنې وروسته دا د شمالي کوریا د توغندیو لمړنۍ ازموینه ده.

شمالي کوریا تیره میاشت هم اعلان کړی وو چې څو زیرکې او کنټرولیدونکې وسلې یې ازمایلي دي.

خروج از نسخه موبایل