په جلال اباد ښار کې چاودنه

بیړنی؛ څو شیبې وړاندې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې چاودنه رامنځ ته شوې.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛ دغه چاودنه نن  د غبرګولي په  ( ۴)  نیټه سهار ۹:۴۰ بجې د تالاشي څلورلارې سره نږدې رامنځ ته شوې.

د خاورمیانه خبري اژانس خبریال له ننګرهار څخه خبر را کوي، چې سیمه د امنیتي ځواکونو له لورې کلا بنده ده او امنیتي ځواکونو تراوسه په دې اړه نظر نه دې څرکند کړی.

جزیات ورورسته …

خروج از نسخه موبایل