شیرزادو کې ۱۲ داعش وسله وال ووژل شول

چارواکي وایې ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې تیره شپه د وسله والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې شوې  .

د ننګرهار د والي والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت د شیرزادوولسوالۍ په مرکخیلو سیمه کې تېره شپه د داعش او  وسله والو  طالبانو ترمنځ خپل منځي نښتې شوي،چې په ترڅ کې یې  ۱۲ داعشیان وژل شوي دي .

خوږیاڼی وایې؛ د دې ولایت امنیتي ځواکونه په ټولو سیمو کې د تروریستانو د لمنځه وړلو په موخه هوایي او ځمکني بریدونه ترسره کوي  او دوې ته به د ورانکاریو اجازه ورنه کړي.

داعش او وسله والو طالبانو تراوسه په دې څه نه دې ویلي.

 

 

خروج از نسخه موبایل