د شمالي کوریا ۵ لوړ پوړي چارواکې په دار وځړول شول

د شمالي کوریا مشر په یوه تازه اقدام کې په «هانوي» کې د امریکا سره د مذاکراتو د ماتولو په دلیل ددغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت ۵ تنه لوړ رتبه غړي اعدام کړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د جنوبي کوریا «چوسون ایلبو» ورځپاڼې په یوې افشاګرۍ کې ویلي دي چې د امریکا لپاره د شمالي کوریا ځانګړی لیږل شوی استازی «کیم هیوک چول»ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د څلورو نورو چارواکو سره یو ځای اعدام شوي دي چې د ټرمپ او اون سره د مذاکراتو د دویمې ناستي مسؤولین وو.

په راپور کې راغلي دي چې دغه کسان د «هانوي» د ناستې ماتوونکي ګڼل شوي او پر همدې دلیل په دار ځړول شوي دي.

د شمالي کوریا یوې سرچینې چې غوښتل یې نوم یې خپور نه شي ویلي دي چې«کیم هیوک چول» د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې  په «میریم» هوایي ډګر کې د بهرنیو چارو د وزارت د څلورو تنو نورو لوړ پوړیو غړو سره د څیړنو لاندې نیول شوی او اعدام شوي دي.

په ورته وخت کې ویل کیږي چې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر«کیم یونګ چول» هم تر اجباري کار او ایدیولوژیکي روزنې لاندې نیول شوی دی.

نوموړی د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپئو سره یوځای د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون او د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تر مینځ په ناسته کې شتون درلود.

همدارنګه د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزیر یو همکار چارواکی «کیم سونګ هایه» هم چې د امریکا سره په مذاکراتو کې ګډون درلود،د سیاسي بندیانو مرکز ته استول شوی دی.

دې ورځپاڼې همدغه ډول لیکلي چې د شمالي کوریا د رهبر خور «کیم یو جونګ» چې د نوموړي سره یې د«هانوي» په ناسته کې مرسته کړي وه ،ګوښه شوي ده؛ مګر د نوموړي د برخلیک په اړه مالومات په لاس کې نشته.

له بله پلوه امریکا اعلان کړی چې ددې اعدامونو اړوند خبرونه به په ډېر جدې ډول سره وڅیړي.

خروج از نسخه موبایل