د کابل په پرله پسې چاودنو کې یو تن وژل شوی او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي

بشپړ؛ د کابل ښار په سیلو سړک باندې د پرله پسې چاودنو په پایله کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن سهار( غبرګولي ۱۲) د سهار د ۷:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې د کابل ښار په پینځمه ناحیه کې د سیلو پر سړک رامنځته شوي ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند،نصرت رحیمي ویلي دي چې لمړۍ چاودنه د شهیداستاد رباني د تعلیم او تربیه پوهنتون د کارکوونکو پر کاسټر موټر باندې د ځای پر ځای شوي مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوي ده.

د نوموړي پر وینا،دغه پیښه د کابل ښار د سیلو په سیمه کې د حفیظ الله امین په کوڅه کې ترسره شوي ده.

رحیمي وایي چې په لمړۍ چاودنه کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوه خبریال په ګډون ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د لمړنۍ چاودنې څخه د شل دقیقو په  دویمه چاودنه ترسره شوه چې د ۵ نظامیانو په ګډون اووه تنه یې ټپیان کړل.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

د کابل په ښاري سیمو کې د تیرو ورځو په جریان کې دا د چاودنو او انتحار دریمه پیښه ده چې یو شمېر ښاریان او امنیتي ځواکونه پکې ټپیان شوي دي.

خروج از نسخه موبایل