لغمان کې د یوه مهم مخالف وسله وال وژل کېدل

چارواکي وایې؛ ګډو ځواکونو د یوه کمين په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر غړو ته مرګ ژوبله اړولې او ددوی له لوري یو موټرسایکل بم یې هم له منځه وړی دی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تېره شپه ناوخته د الیشنګ ولسوالۍ په استقامت د مرکز اړوند په کرنجاوې سیمه کې افغان ګډو ځواکونو د یوه کمین په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو مهم غړی وژلی او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

دولتزی زیاتوي، په دغه برید کې د وسله والو طالبانو هغه پلان ، چې دوی درلوده له منځه تللی او پرمهال یې یو موټر سایکل بم هم له منځه وړل  شوی دی.

د دولتزي په خبره په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خروج از نسخه موبایل