خوږیاڼو کې د وسله والو ځپلو په موخه دعملیاتو پیل

د ننګرهار چارواکي وایې؛  د دې ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه چاڼيز عمليات پيل شول.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې،  د ننګرهار مطبوعاتي د فتر وایې، د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو له لوري نن د چنګاښ په ( ۱۰)  نیټه چاڼيز عملیات پيل شول، چې په ترڅ کې به يې په هغو سيمو کې چې وسله وال مخالفين شتون ولري وځپل شي.

سرچینه وایې د دغه عملياتو مشري، چې د څلورمې پلې لواء د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن رسول محمد عمر کوي وايي، چې عمليات تر دې دمه په برياليتوب سره دوام لري.

هغه وويل، چې د دغو عملياتو پر مهال به ټولې هغه سيمې تالاشي شي، چې په کې د وسله والو مخالفينو فعاليت حس شوی وي.

د یو بل خبر له مخې  د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو، توده ژوره او وچ باندر خوله کې د يادو سيمو د امنيت لا ښه والي په موخه ګڼ شمېر نوې پوستې ايجاد شوې.

د یادونې وړ ده، چې په دې ورستیو کې د ننګرهار په یو شمیر ولسوالیو کې د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو ولسي خلک له زیاتو ستونزو سره مخ کړې دي.

خروج از نسخه موبایل