کندز کې د شیعه علماو د شورا د ریس وژل

 

نامعلومو وسله والو د کندز د شیعه علماو د شورا  پر ریس حمله کې نوموړی و واژه.

د کندز د پولیسو ویاند سید سرور حسیني له خاورمیانه خبري اژانس سره په خبرو کې وویل ؛ عبدالقیوم انصاري، تیره شپه  د کندز ښار په الچین سیمه کې وژل شوی دی.

د نوموړي په خبره، د شیعه علماو د شورا ریس په داسې حال کې، چې کور ته په لاره و په موټر سایکل سپرو وسله والو له لورې په مرمې ویشتل شوی دی.

حسیني زیاته کړه چې د دې پیښې عاملین تراوسه معلوم شوي نه دي، خو په دې اړه څیړنې پیل شوي دي.

تراوسه کوم شخص او یا هم کومې ډلې د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په دې ورستۍ میاشت کې د هیواد په مختلفو سیمو کې د عالمانو وژل زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده،  چې تیره شپه په غزني کې د شعیه ګانو اړوند مسجد محمدیه کې  چاودنه وشوه، چې په پایله کې یې دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۰ تنه نور ټپیان شول.

خروج از نسخه موبایل