د داعش ترهګرې ډلې یوې څلور کسیزې شبکې له نیول کېدو وروسته اعتراف کړی چې د کابل پوهنتون د استادانو په واسطه ددې ډلې سره یوځای شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،تیره شپه امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې په یو لړ هدفي عملیاتو کې د داعش ترهګرې ډلې یوه څلور کسیزه شبکه نیولي ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي«د کابل ښار په مربوطاتو کې یې د داعش ترهګرې ډلې یوه شبکه نیولي چې د ترهګریزو تخریبي کړنو پړه یې په غاړه درلوده.»
د نوموړي په وینا، د کابل پوهنتون استاد مبشر مسلمیار د عبدالحلیم زوي د جلب وجذب مسوول،د کابل پوهنتون څخه فارغ التحصیل ،احمد طارق د جنت ګل زوي اعتراف کړی چې د ظاهر داعي،محمد معروف راسخ،مبشر مسلمیار او عبیدالله متوکل په واسطه په داعش ترهګره ډله کې جذب شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې د کابل پوهنتون دوه استادان د داعشي افکارو په ترویج او داعش ترهګرې ډلې لپاره د فعالیتونو په جرم د ملې امنیت د ادارې له لوري نیول شوي دي.
