ننګرهار کې د ځانمرګو بریدونو پلان جوړونکی نیول شوی
د ننګرهار چارواکي وایې د ځانګړو عملیاتو پرمهال یې په دې ولایت کې د ځآنمرګو بریدونو پلان جوړونکی ژوندی نیولی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند لومړۍ ناحیې په سیمه کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو تېره شپه د عملیاتو په ترڅ کې په دې ولایت کې د ځآنمرګو بریدونو پلان جوړونکی او د وسله والو طالبانو یو مهم غړی « شیرین مشهور په سهیل » ژوندی نیولی.
نوموړی زیاتوي شرین پلان درلود،چې د کرولا موټر بم په وسیله د سره رود ولسوالۍ په مقام باندې ځآنمرګي تروریستي بریدونه ترسره کړي.
د خوږیاڼي په خبره، چمتو شوی موټر یې دوه ورځې وړاندې په نکړخیلو سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې لمنځّه یوړل شو او نوموړی تېره شپه ژوندی نیولی شوی.
نیول شوي کس پخپلو لومړنیو څېړنو کې پخپل جرم اعتراف کړی دی .
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.