لغمان کې چاودنې ۶ تنه ټپیان کړي

د لغمان چارواکي وایې د دې ولایت مرکز اړوند دی مسلم سیمه کې چاودنه را منځ ته شوې.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د زمري په ( ۵)  نیټه  سهار ۱۰:۱۰ بجې د لغمان مرکز اړوند دی مسلم سیمه کې هغه مهال چاودنه رامنځ ته شوې، چې د لغمان د ولایتي شورا مرستیال حاجي عبدالعزیز له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وه.

د ولتزی زیاتوي په دغه چاودنه کې حاجي عبد العزیز ته زیان نه دی اوښتی خو د ده،  دیوه ساتوونکي په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي.

د نوموړي په خبره ټپیان مهترلام ولایتي روغتون ته انتقال شوي او وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.

عیني شاهدان وایې دی مسلم مسجد کې د فاتحې مراسم نیول شوي وو،  کله چې دلغمان د ولایتي شورا مرستیال حاجي عبدالعزیز په فاتحه کې له ګډون کولو  ورورسته د دندې په لور روان شو نو مسجد سره نږدې ځای پر ځای شو چاودیدونکو تو کو چاودنه کړې.

د دې پیښې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

خروج از نسخه موبایل