لغمان کې د درې طالب  وسله والو  وژل کیدل

د لغمان چارواکي وایې د دې ولایت په  الینګار ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او د دوې  د وسلو یو لوی زیرمتون او مرکز له منځه وړل شوی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لغمان ولایت، الینګار ولسوالۍ، نور لام صیب درې وتی  جبارخیل سیمه کې د وسله والو طالبانو دځپلو په موخه شپنې عملیات ترسره کړي، چی په نتیجه کی یې د وسله والو طالبانو د قومندان قاري  نبي سرور مشهور په نبي اخندزاده د ډلې درې غړي محمد خان، حامد ګل او صفي الله وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د سلو یوه ډیپو او ددوی مرکز هم په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.

د دولتزي په خبره، په له منځه وړل شوي مرکز کې به وسله والو طالبانو د تخریبي او ورانکاره کړنو په موخه ماینونه او نور چاودیدونکي توکي جوړول.

د والي ویاند زیاتوي په یادو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو اوعام وګړو ته زیان نه دی اوښتې.

بل خوا د سیمې اوسیدونکي او عیني شاهدان وایې په دغه برید کې په نښه شوي خلک عام وګړي دي.

خروج از نسخه موبایل