کونړ کې وسله والو  یو ځوان ورزشکار  د موزیک په اوریدو وژلی

د کونړ چارواکي وایې د دې ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د اختر په دریمه ورځ وسله والو یو ځوان د سندرو اوریدو په جرم وژلی دی.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  « زبیر مومند » د  اختر په دریمه  د کونړ ولایت دانګام ولسوالۍ ته د اخترخوښیو د  نمانځلو لپاره تللی و ، چې له امنیتي کمربند تیر شوی وو  او د طالب وسله والو  په ساحه کې د میوزیک په اوریدو سره د  یوه وسله وال کس له خوا په  ډزو وژل شوی .

نوموړی زیاتوي زبیر مومند یو ورزشکار وو .

د کونړ ولایت مقام د یوې اعلامې په خپرولو سره دغه کړنه غندلې او ژمنه یې کړې، چې ډیر ژر به د دغې پیښې عامل ګرفتار او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

خروج از نسخه موبایل