په پلخمري د طالبانو ډلیز برید
بیړنی؛ پر کندز د طالبانو له ډلیز برید یوه ورځ وروسته دا ځل د دې ډلې جنګیالیو د بغلان ولایت د پلخمري ښار په ځینو سیمو برید کړی.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، وسله والو طالبانو تیره شپه ناوخته د «بند دو » او «کلوپ معدن » په سیمو برید کړی او اوس مهال نښته ادامه لري.
د بغلان د والي میلمستون او کور د «کلوپ معدن » په سیمه موقعیت لري ځیني ولسي سرچینې وایې، چې دامنیه قومندانۍ ته څیرمه څو چاودنې شوي .
د بغلان سیمه ایزو چارواکو په دې تړاو تراوسه څه نه دي ویلي.
جزئیات ورورسته …