لغمان کې نامعلومو وسله والو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي
دلغمان چارواکي وایې نامعلومو وسله والو تیره شپه ۳ بجې د دې ولایت قرغیو ولسوالۍ کې په یوه کور برید کړی، چې پنځه تنه په کې وژل شوي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: پیښه تیره شپه ناوخته د قرغیو ولسوالۍ د «نهرکریم » په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د نوموړي په خبره نامعلومو وسله والو د « احمدزي » په نوم د یوه تن په کور برید کړی، چې په پایله کې د دې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي، دی زیاتوي په وژل شو کې دوه نجونې، دوه هلکان او د احمدزي میرمن شامله ده.
د معلوماتو له مخې دغه کورنۍ د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ د « وزیرو تنګي » سیمې څخه د شخصي د ښمنۍ له امله د لغمان قرغیو ولسوالۍ ته را کډه شوې وه.
د لغمان د والي ویاند وړاندې زیاتوي، دامنیتي ځواکونو له لورې هڅې روانې دي څو د دغې پیښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
تراوسه کوم شخص او یاهم کومې ډلې د دې پیښې مسولیت نه دی منلی.