د افغان سرتیري له لورې درې بهرني سرتیري ټپیان شول

په کندهار ولایت کې په یوه خپل منځي برید کې  یوه افغان سرتیري له لوري د قاطع  ملاتړ ماموریت درې سرتیري ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه تیر ماښام د کندهار په هوایي ډګر کې وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې یوه افغان سرتیري پر بهرنیو ځواکونو ډزې وکړي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د عامه نظم یو پولیس د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ډزې کړي او بریدګر هم د بهرنیو ځواکونو له لوري له پښو غورځول شوی دی.

د قاطع ملاتړ ماموریت د پالیسې پر بنسټ د ټپیانو هویت افشا شوی نه دی.

په ورته وخت کې،د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي ددې خبر په تاییدولو سره ویلي دي چې بهرني فوځیان برسیرن ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې په دې برید کې یو شمېر بهرني ځواکونه وژل شوي دي.

د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې ۲۳ بهرني فوځیان وژل شوي چې ډېرې یې امریکایي فوځیان دي.

خروج از نسخه موبایل