په کابل کې د یوه ښوونځي مدیر و وژل شو

د کابل ښار د خیرخانې په دویمه حیصه کې ناڅرګنده وسلوالو د عبدالغفور ندیم د ښوونځي مدیر وژلی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،سید ضیاالدین پرواني نن سهار( تلې ۲۲) د کابل ښار په یوولسمه امنیتې حوزه کې ښوونځي ته نږدې د ناپیژانده وسلوالو لخوا وژل شوی دی.

د کابل د پولیسو ویاند ، فرامرز فردوس دغه پیښه تایید کړي ده.

د نوموړي پر وینا،په دې اړه د پولیسو څیړنې پیل شوي او د څیړنې ټیم سیمې ته تللی دی.

فرامرز د پیښې د علت او انګیزې په اړه د خپل نظر څرګندول له وخت څه مخکې وګڼل.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

خروج از نسخه موبایل