په غزنې کې د ماین چاودنې دوه تنه ووژل

د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې دوه تنه ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن (  تلې ۲۳) سهار د ۶:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې د ده یک ولسوالۍ د «نیاز کلا» په سیمه کې رامنځته شوي ده.

د غزني ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه پیښه پر یوه ډینا موټر باندې د سړک د غاړې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوي ده.

د خبرپاڼې څخه په نقل ،موټر چلوونکی او یو سپرلۍ ددې چاودنې قربانیان دي.

په داسې حال کې چې د غزني سیمه ایز چارواکي وسله وال طالبان ددې پیښې مسوول ګڼي؛  مګر وسله والو طالبانو په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

خروج از نسخه موبایل