ننګرهار کې ۷۸ داعش او وسله وال طالبان له حکومت سره یو ځای شول

د ننګرهار چارواکي وایې ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د داعش او وسله والو طالبانو ۷۸ کورني او بهرني غړي حکومت سره يو ځای شول.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې  د ننګرهار  ولایت مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي،  په دې ولایت کې د ملي امنیت منسوبینو په هلو ځلو شپږ وسله وال طالبان د سولې بهیر سره یو ځای او د ښځو ماشومانو په ګډون د داعش ۷۲ غړي حکومت ته د خپلو وسلو سره تسليم شوي.

د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل د لړم په دويمه په همدې موخه په جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس کې چې د ملي امنیت رئیس ډګر جنرال نظرعلي واحدي هم شتون درلود، رسنیو ته وویل، د ملي امنيت موظفينو په هڅو شپږ وسله وال طالبان سولې بهير سره يو ځای او اتلس داعش وسله وال د خپلو ۱۹ مېرمنو او ۳۵ ماشومانو سره حکومت ته ځانونه تسليم کړل.

نوموړي وويل، چې په تسليم شويو داعش وسله والو کې درې نارينه او درې ښځينه د اردن او يو نارينه او يو ميرمن د پاکستان هېواد اتباع دي.

هغه زياته کړه، چې يادو وسله والو مخالفينو د دې ولايت په هسکې مېنې، بټي کوټ، اچين او غني خيلو ولسواليو کې فعاليت کوه او خپلې ۱۹ ميله وسلې او پنځه مخابرې يې هم حکومت ته د تسلميدو پر مهال سپارلي دي.

د يادونې ده، چې په اچين ولسوالۍ کې د وروستيو عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر داعش وسله وال ځپل شوي او پاتې نور ډلې – ډلې حکومت سره يو ځای کيږي، چې له تېرې يوې میاشتې راهیسې لسګونه وسله وال مخالفين تسليم شوي او دا لړۍ روانه ده.

خروج از نسخه موبایل