د غزني ولایت د شهداوو او معلولینو امر ووژل شو

وسله والو کسانو په غزني ولایت کې ددغه ولایت د شهداوو او معلولینو امر وژلی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،نصرالله سیاسي نن سهار( لیندۍ ۱۹) د غزني ښار دویمې امنیتي حوزې ته نږدې د «پلان سوم» په سیمه کې وژل شوی دی.

د غزني ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼې راوړي دي چې ددې ولایت د شهیدانو او معلولینو امریت سرپرست د بې غږه تفنګچې په وسیله ترور شوی دی.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل