نړیواله ټولنه د فساد پر ضد د افغانستان د حکومت پر مبارزې بې باوره شوې ده

په کابل کې د امریکا سفیر وایي چې د نړیوالې ټولنې هېوادونه نور د فساد پر وړاندې د افغانستان د حکومت پر مبارزې باور نه لري او خپل پخوانی باور یې له لاسه ورکړی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې ملې پروګرام نن د ( لیندۍ ۲۴) په جمهوري ریاست ارګ کې ترسره شو او ددغه پدیدې سره په جدې مبارزې پکې ټینګار وشو.

د هېواد جمهور رییس محمد اشرف غني په دې خبره په ټینګار سره چې د فساد پر وړاندې مبارزه کې لاسته راوړنې او کمزوري شته؛ څرګنده کړه چې د ادارې فساد سره د مبارزې لپاره د هېواد د ادارو تر مینځ ګډ کار او همکارۍ ته اړتیا ده.

نوموړي څرګنده کړه چې د تقنیني،عدلي او قضایي ابعادو څخه ښې لاسته راوړنې راغلې؛ مګر اوس هم د جدې مبارزې پر وړاندې لوې خنډونه شتون لري.

جمهور رییس په دې باور دی چې د  فساد سره د مبارزې په لار کې د  ټولو ۱۰۲ نمونو څخه چې دولت یې نړیوالې ټولنې ته ژمنه کړي وه ۸۲ نمونې یې د تطبیق په حال کې دي.

ښاغلي غني څرګنده کړه چې د عدلي او قضایي مرکز  له لورې ۲۰۰ تنه چې دوسیو ته یې رسیده ګي شوي او د ادارې فساد په درندو جرمونو محکوم شوي،ددغه کسانو په مینځ کې ۷۰ تنه  لوړ پوړي دولتي چارواکي،معینان،جنرالان،والیان او اړونده لوړپوړي دولتي چارواکي شامل دي.

مګر په کابل کې د امریکا سفېر جان بس،چې په دغه ناسته کې یې ګډون درلود ،ټینګار وکړ چې«د افغانستان حکومت د فساد پر وړاندې مبارزې کې نړیوالې ټولنې ته خپل باور له لاسه ورکړی دی.»

نوموړي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې شته پراخه فساد د نړیوالې ټولنې  د مرستو مخه نیولي او دغه هېوادونه دا فکر کوي چې ددوې مرستې څو ګوتو په شمېر کسانو ته رسیږي.

د امریکا سفیر ددې کسانو نوم وانخیست.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان  هيڅ یو دولت هم د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې په لار کې بریالی شوی نه دی او یوازی پر شعار یې بسنه کړي ده.

Author

خروج از نسخه موبایل