په غزني کې د ۱۲۰ ټنه مخدره توکو کشف

امنیتي ځواکونو د ۱۲۰ ټنه مخدره توکو په کشفولو سره په غزني ولایت کې د طالبانو لویه عایداتي سرچینه له مینځه وړي ده.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د وسله والو طالبانو اړوند د مخدره توکو دا زیرمتون د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په«الوخیل» کلي کې کشف شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړیو پولیسو د هوایي ځواکونو په ملتیا په یو لړ ګډو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د مخدره توکو لوې زیرمتون کشف او له مینځه وړی دی.

په دې شپنیو عملیاتو کې د طالبانو اووه بابه لوې کارخانې او زیرمتون کشف شوی او د ۱۲۰ ټنو په اندازه «چرس» ډوله مخدره توکي د امنیتي ځواکونو لاس ته لویدلي دي.

سرچینه زیاتوي دغه اندازه مخدره توکي  چې خام او پروسس شوي مواد پکې شامل دي،د مخدره توکو سره د مبارزې د ځانګړیو ځواکونو له لورې سوځول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې طالبان په دې کارخانو کې د مخدره توکو د تولید او پلور څخه په غزني او ګاونډیو ولایتونو کې د جګړې لویه برخه تمویلوله.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

خروج از نسخه موبایل