ننګرهار کې د داعش او طالب وسله والو په ګډون ۱۹ تنه نیول شوي

د ننګرهار امنیتي چارواکو په دې ولایت کې د داعش او طالب وسله والو په ګډون ۱۹ تنه انسان تښتونکي نیولي دي.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې،  د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل نن په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، د ملي امنیت ریاست له لوري په تیره یوه اوونۍ کې په ښار او ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال دولس انسان تښتونکي، شپږ وسله وال طالبان او یو داعش نیول شوي دي.

میاخیل زیاته کړه، « دملي امنیت ریاست د حکمت الله په نوم هغه کس هم نیولی چې غوښتل یې په ما او یا په هغه کسانو برید وکړي،  چې د افغانیو ترویج  په برخه کې کار کوي »

میاخیل زیاته کړه چې د ملي امنیت ځواکونو د جلات خان په نوم هغه کس هم د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی دی چې، ۹ ورځې وړاندې د جلال اباد ښار له اوومې ناحیې تښتول شوی و، چې په تور یې د دوه میرمنو په ګډن شپږ تنه نیول شوي دي.

تراوسه داعس او طالب وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خروج از نسخه موبایل