د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر سرحدي پولیسو یو قاچاق وړونکی د ۴۸۰۰۰ نشه کوونکي ټابلیټ «کا» سره یو ځای نیولی دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دا اندازه نشه کوونکي ټابلیټونه په ډېر ماهرانه ډول د پروټینو په قوطیو کې ځای پرځای شوي ول.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې نیول شوي کس د هېواد داخل ته ددې اندازې ټابلیټ K د لیږد قصد درلود چې د هوایي ډګر پولیسو نیولی دی.
ټابلیټ k د نشه یي توکو له جملې څخه دی چې د ځوانانو ترمینځ یې استعمال ډېروالی موندلی او هره دانه یې د کابل په بازار کې له زرو تر درې زره افغانیو پورې پلورل کیږي.
