په هرات کې د کرونا ویروس پیښې منفي دي

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هرات کې پر کرونا ویروس د اخته کیدو ثبت شوي ۹ پیښې منفي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د تیرې ورځې پورې په هرات کې د کرونا ویروس ۹ مشکوکې پیښې ثبت شوي او د ټیسټونو پایلې یې کابل ته لیږدول شوي دي.

په همدې تړاو د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز  وایي چې په هرات کې ۹ ثبت شوي پیښې منفي دي.

د نوموړي پر وینا،تر اوسه په افغانستان کې د کرونا یوه مثبته پیښه ثبت شوي او هیڅ یوه بله پیښه ثبت او لیدل شوي نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په غور،فراه،او هلمند ولایتونو کې هم د  کرونا ویروس مشکوکې پیښې ثبت شوي چې لا تر اوسه یې نهایي پایلې مالومي شوي نه دي.

خروج از نسخه موبایل