د بادغیس ولایت په شهرک ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو باندې د طالبانو په ډله ایز برید کې اته تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخي وسله والو طالبانو وړمه شپه د شهرک ولسوالۍ د «قبرستان»په سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه ترسره کړي دي.
د بادغیس د والي ویاند عارف عابر ویلي چې په دغه برید کې د سیمه ایزې اردو ۸ تنه سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي پر وینا،پوسته هم د یوڅه مودې لپاره د طالبانو لاس ته لویدلي وه؛مګر امنیتي ځواکونه بیرته د پوستې کنټرول په لاس کې ونیوه.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.
د بادغیس ولایت د شهرک ولسوالي ددغه ولایت د نا امنه ولسوالیو څخه شمیرل کیږي.
