ننګرهار کې داعش د جلب او جذب درې غړي نیول شوي

د ننګرهار چارواکي وایې، د دې ولایت بهسودو ولسوالۍ کې شپږ تنه  داعش  ته د جلب او جذب او اړیکو لرلو په تور نیول شوي.

د خاورمیانه خبري اژنس د خبر له مخې، د ننګرهار د رسنیو دفتر وایې، د ننګرهار ولایت ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د بهسودو ولسوالۍ په ۱۱مې ویالې او خوشکنبد سیمو کې د عملیاتو پر مهال درې تنه د داعش ډلې د جلب او جذب او مطبوعاتو درې غړې  او درې نورو د یادې ډلې سره د اړیکو په تور نیول دي.

سرچینه زیاتوي ، په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.

داعش وسله والې ډلې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

خروج از نسخه موبایل