د هرات په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي  او یوولس تنه ټپیان شوي دي

د هرات ـ کندهار پر لویه لار په شینډنډ ولسوالۍ کې پر یو مسافر وړونکي موټر د سړک د غاړې د ماین چاودنې په پایله کې دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوولس تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن سهار(تلې ۱۹) د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر لویه لار رامینځته شوي ده.

د هرات پولیسو دغه پیښه تایید کړي ده.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي ویلي دي چې په  دې پیښه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان د هرات مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې مسافر وړونکی بس د شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو تر مینځ په ماین وربرابر شوی او د یو شمېر ټپیانو وضعیت نازک دی.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددغه چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

خروج از نسخه موبایل