د لښکرګاه ښار د څلورمې او لسمې حوزې تصفیه کېدل

ملي دفاع وزارت وایي چې د هلمند ولایت د مرکز څلورمه او لسمه حوزه یې په بشپړه توګه د طالبانو له شتون څخه پاکه کړې ده.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،چې د ملې دفاع وزارت د نن ورځې(لړم۷) د خبرپاڼې څخه یې نقل کړی دی،څلورمه او لسمه حوزه تیره شپه تصفیه شوي دي.

ملي دفاع وزارت وایي چې «امنیتي او دفاعي ځواکونه تیره شپه توانیدلي د بشران،بولان،چاه انجیر،څلورمې او لسمې حوزې سیمې چې امنیتي ځواکونو ترې تکتیکي شاتګ کړی وو بیرته ونیسي.»

د خبرپاڼې څخه په نقل په دې عملیاتو کې له ۳۰ زیات طالبان وژل شوي او یو شمېر نور یې تښتیدلي دي.

د ملې دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې،بې ځایه شوې کورنۍ خپلو کورونو ته د ورګرځیدو په حال کې دي.

د هلمند جګړې نږدې دوه اوونۍ دوام وکړ چې ګڼ شمېر کورنیو یې له کبله خپل کورونه پریښي وو او نورو سیمو ته یې پناه وروړي وه.

خروج از نسخه موبایل