د اخوان المسليمين مشر(محمد بديع) د اعدام حکم منل شوی دی

د مصر يوې جنايي محکمي، نن د اخوان المسليمين اوه ديرش نور غړي په ټول عمر بند محکوم کړي دي. دا کسان د مصر پر دولتي ودانيو او پر پوليسو په بريدونو تورن دي.

د مصر پلازمینې قاهرې جنایي محکمې، د ا خوان المسلیمین( محمد بدیع) په ګډون د اخوان المسلیمین د دیارلسو غړیو د اعدام حکم منلی دی. دې محکمې محمد بدیع او یو شمیر نور کسان تیره میاشت هم په ورته حکم محکوم کړي و. له دې سره ددې غورځنګ اوه دیرش نور کسان په ټول عمر بند محکوم شوي. دوی د پخواني ولسمشر محمد مرسي له ګوښه کیدو وروسته له لاریونونو او شخړو کې پر دولتي ودانیو او پولیسو په بریدونو تورن پیژندل شوي دي. د محمد مرسي له ګوښه کیدو وروسته، چې په دوه زره دیارلسم کال کې د پوځ له لوري ګوښه کړل شو، د مصر په بیلا بیلو ښارونو او سیمو کې پراخ او له شخړو ډک لاریونونه تر سره شول. چې یواځې په یوه ډګر کې د لاریون کونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې له اته سوه دیر کسان ووژل شول.

مصري محکمو تر اوسه په سلګونه د اخوان المسلیمین پلویان، په تاوتریخوالي او بریدونو کې د لاس لرلو په تور په اعدام او ټول عمر بند باندې محکوم کړي دي.

د مصري محکمو پر دې حکمونو نیوکه کړې ویلي یي دي دا پریکړې عادلانه نه دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *