په يمن کي بشري وضعيت کړکيچن دي
په يمن کي بشري وضعيت کړکيچن دي او ډيری کسان اړينو مرستو ته اړتيا لري
نړيوالي سرې مياشتي ويلي: د يمن په بيلا بيلو برخو کي د وسله والو ترمنځ سختي نښتې روانې دي او د عربستان په مشری ايتلاف هم پر حوثيانو خپلو بريدونو ته دوام ورکړی دي.
په منځني ختیځ کې د نړیوالې سرې میاشتې مدیر(روبرت ماردیني) له دې سربیره چې یمنې ډلې یې خبرو ته هڅولې ددې هیواد د ستونزو هواری یواځينۍ لاره یې سیاسي ښودلې ده. ده خبرداری ورکړی چې په دې هیواد کې بشری حالت د ورځې په تیریدو سره بد تره کیږي او په خینو سیمو کې حالات د ناورین کچې ته رسیدلي دي. ده له یمني ډلو څخه وغوښتل ترڅو د ملکي کسانو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د ژوند ژغورنې ته ډیره پاملرنه او اړو کسانو ته د مرستې په رسونه کې همکاری او مرسته وکړي.
له یمن څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې، د یمن په یو شمیر لویو ښارونو کې د منصور هادي د پلویانو او حوثیانو ترمنځ نښتې روانې دي، د عربستان په مشری ایتلاف له دې سره چې پر یمن یي د بریدونو پای ته رسیدو ا علان کړی د حوثیانو مرکزونو له منځه وړلو ته یي دوام ورکړی دی.
حوثیانو تیره ورځ په تعز ښار کې یو پوځي مرکز نیولی دی
بلخوا د حوثیانو یا انصارالله ډلې ویاند د ملګرو ملتونو ترڅارنې لاندې د خبرو او په دې هیواد د عربستان د بریدونو د بندیدو غوښتنه کړې ده.
له دې سره د عمان له لوري د سولې د ټینګښت په موخه پر یوه اوه مادیز وړ اندېز خبرې روانې دي.