د پوليسو په اداره کي د دير فساد په هلکه څيړنې پيل شوی دی

د ولسمشر وياند ويلي، حکومت د فساد پراختيا نشي زغملی او د کورنيو چارو وزير ته يي په دي هکله د څيرنو حکم کړی دی.

د پولیسو په ادارو کې د لوی فساد په هکله ریپوټ تیره اونۍ د رویټرز خبري آژآنس له لوري خپور شو. په دې ریپوټ کې چې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ځانګې په مالي مرسته   چمتو شوی وو پکې، د پولیسو په ادارو کې له لوی فساد څخه پرده پورته شوې وه.

رویټرز ویلي وو د پولیسو معاشونه له همدي صندوق څخه ورکول کیږي، خو اوس دا صندوق غواړي ترڅو هغه کسان له خپلو دندو ګوښه شي کوم چې د پولیسو د معاشونو وکړې په سیستم کې په ګډ وډی، او ستونزو ته د نه رسیدو په تورنو تورن دي.

خو د کورنیو چارو وزارت د ځیړنې څآنګې ریس ښاغلي نجرابي دا ټول تورنه رد کړي او ددې ریپوټ خپرول یی سیاسي ترور ښودلی دی.

د ملګرو ملتونو د پرمختیا برخه هڅه کوي ترڅو په دې پوه شي، چې ولي د پولیسو په هکله شکایتونه چې د څلور ویشت ساعته فعاله ټلفوني اړیکو له لارې ثبت شوي له درغلی او ناغیړۍ سره مخ شوي دي.

د رویټرز خبري آژانس د ریپوت له مخې ددې ریپوټ لیکونکي په خپلو څیړنو کې دا مالومات تر لاسه کړې چې لوړ پوړیو چارواکیو د پولیس ځواکونو څخه د ګټې اخستنې په موخه له دې سیستمه کار اخستی دی.

له دې سره د کورنیو چارو وزارت تیره اونۍ دا ریپوټ رد کړ او په دې هکله یي ځواب ویلو ته چمتوالی ښودلی دی خو اوس د ولسمشر ویاند ویلي چې په هیڅ صورت سره د افغانستان حکومت فساد نشي زغملی.

ښاغلي عابد ویلي: ددې ریپوټ له خپریدو وروسته لومړی کار چې ولسمشر وکړ په دې هکله یي د کورنیو چارو وزیر ته د څیړنو حکم کړی دی. ده ویلي، په دې هکله یو کمیسیون هم رامنځ ته شوی او په خپل کار یي پیل کړی دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *