دکابل ځانمرګي بريد کې ٣ تنه وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي
دکابل ځانمرګي بريد کې ٣ تنه وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي
د کابل ښار د دارالامان سړک په اوږدو کې نن مازديګر د رامنځته شوي ځانمرګي بريد په پايله کې درې تنه وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.
دغه پېښه نن مازديګر ٤:١٥ بجې په سناتوريم سيمه کې د لويې څارنوالۍ له ودانۍ سره نږدې د کابل په دارالامان سړک کې رامنځته شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وويل چې په دغه بريد کې د يوې ښځې په ګډون درې تنه وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، تر اوسه پورې د وژل شويو کسانو او ټپيانو هويت نه دى څرګند.
د کابل امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي خبريالانو ته وويل چې دغه بريد د يوه پلي ځانمرګي بريدګر له لوري تر سره شوى دى.
د هغه په وينا، ياد تن د لويې څارنوالۍ د کارکوونکو کاسټر موټر ته په رسېدو سره په ملا پورې تړلو خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
وسله والو طالبانو د ياد بريد مسووليت منلى دى.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ټوييټر پر پاڼه ليکلي، چې دغه بريد د وسله والو طالبانو د يوه غړي له لوري تر سره شوى دى.