په بلوچستان کې درې ورځنی ماتم اعلان شوي
په بلوچستان کې درې ورځنی ماتم اعلان شوي
د بلوچستان حکومت په دغه ایالت کې د ۱۹ پښتنو تر وژل کېدو وروسته درې ورځنی ماتم اعلان کړی. وسله والو چې ویل کېږې د پاکسان د پوځ جامې یې پر تن وي تېره شپه یو شمېر کسان په مستونګ سیمه کې له بسونو راښکته کړي او له ډلې یې ۱۹ تنه وژلي دي. راپورونه وايي بریدګرو په بسونو کې د ناستو کسانو له پيژندپاڼو کتلو وروسته هغوی له موټرو کوز کړل. ویل کیږي چې ډېری وژل شوي پښتانه دي. د پاکستان دولتي ټلویزیون په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې د بلوچستان اعلی وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ په دغه ایالت کې درې ورځنی ویر اعلان کړی دی.