د تدارکاتو ملي کميسيون 22 تړون ليکونه رد کړي
د تدارکاتو ملي کميسيون ۲۲ تړون ليکونه رد کړي او شل نورو چي ستونزې يي درلودي اړوندو وزارت خونو ته استولي دي
د ولسمشر په مشرۍ ددي کميسيون په لسو غونډو کي دوه سوه شپيته تړون ليکونه څيړل شوي او له دي څخه يو سل لس يي منل شوي دي. د تدارکاتو ملي اداري نن وويل: ددي تړون ليکونو په څيړلو سره پنڅه اعشاريه شپږ ميليارده افغانۍ بجت شوی دی
د ښاغلي غني په مشرۍ ددې کمیسیون په لسمه ناسته کې، د ملي دفاع وزارت اولسو قول اردو او جزوتامونو ترون لیکونه، د پوهنې وزارت دوه او د ترانسپورت او هوایي چلند یو تړون له څیړلو وروسته منل شوي دي.
د تدارکاتو ملي کمیسییون پّ تیرو لسو ناستو کې دوه سوه شپیته تړونونه څیړل شوي چې له دې شمیرې څخه یوسل لس یي منل شوي او دوه ویشت یي رد شوي دي دې کمیسیون شل نور ترون لیکونه چې ستونزې یي درلودې اړوندو وزارت خونو ته استولي دي.
د تدارکاتو ملی اداری نن وویل: د ترون لیکونو څیړنه به دوام ولري او تر اوسه په دې څیړنو سره پنځه اعشاریه شپږ میلیارده افغانۍ بجت شوي دي
ښاغلي یاري ویلي، د ملی دفاع وزارت د سوند توکو اوږدمهاله تړون تر لاس لاندی لری او د دی وزارت د لنډ مهالي لپاره پلان د دولت لپاره نهه اعشاریه اوه میلیونه ډالره سپمیږي
دې ادارې نن وویل لغوه شوي دوه ویشت تړون لیکونه د روغتیا ټول ګټې او د کلیو او پراختیا وزارتونو اړوند دي.