برېتانیا عراق ته ۱۲۵ روزونکي استوي
برېتانیا عراق ته ۱۲۵ روزونکي استوي
د بريتانيا لومړی وزير ډېويد کمېرون وايي، غواړي عراق ته ۱۲۵ پوځي روزونکي ولېږي چې د داعش ډلې پر وړاندې جنګېدونکي عراقي ځواک ته روزنه ورکړي. ډېوېډ کمېرون دغه اعلان د اوو سترو صنعتي هېوادونو د غونډې پرمهال له عراقي مشر سره تر کتنې وړاندې کړی. ښاغلي کمېرون وويل د “اسلامي دولت” ډلې فعاليتونه تر ټولو “لوی خطر” دی او د غونډې په ترڅ کې ورته اشاره وشوه. د اوسنيو روزونکو په ګډون به بريتانيا په عراق کې ۲۷۵ پوځي روزونکي ولري.