په کابل کي د ښونکيو سراسري شورا د ټاکنو لومړنۍ پړاو تر سره شو. په دي ټاکنو کي ښاغلي (فضل احمد) له نهه شپيته رايو څخه د شپږ شپيته رايو په تر لاسه کولو سره تر دريو کلونو ددي شورا د ريس په توگه وټاکل شو. ددي شورا غريو له تمدن تلويزيون سره په مرکه کي له دولته وغوښتل ترڅو د ښونکيو ستونزو ته رسيدنه وکړي

د ټاکنو په دې پړاو کې د هیواد له ۲۳ ولایتونو څخه د ښونکیو د شوراوو نهه شپیته استازو ګډون کړی وو. مسولینو ددې ټاکنو تر سره کیدو موخه، له ښونکیو د ملاتړ، ښونځیو او د پوهنې وزارت پر کړنو څار ښودلې ده. له دې سره ددې شورا غړیو له دولت څخه وغوښتل ترڅو د ښونکیو ستونزو ته رسیدنه وکړي.

د ښونکیو شورا په داسې حال کې له نن څخه خپل کار پیل کړ چې له یوې اونۍ راهیسې په کابل کې نژدې اتیا او د ولایاتو یو شمیر ښونځي تړل شوي دي او ښونکیو ددوی د معاشونو د کمښت، دوی ته د ځمکو د نه ورکولو او نور ستونزو پر وړاندې لاس په اعتصاب پورې کړی او د زدکونکو پر مخ یي ښونځي تړلي دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *