د عراق وسله وال پوځ د انبار په ښار کی انستیتوت له داعش څخه بیرته نیولی دی

د عراق د وسله وال پوځ ځواکونه توانیدلی دی د انبار په ښار کی انستیتوت سیمی ته چی د « اسلامی دولت » تر هګری ډلی د جنګیالیو لخوا نیول شوی وو، ورننوځی او د کنترول چاری یی په خپل واک کی اخشتی دی. ویل کیږی، چی د دغه انستیتوت موقعیت په راتلونکی کی د رماْدی په ښار د برید په موخه کوم چی د ترهګرو جنګیالیو په کتنترول کی دی، ستراتیژیک ارزښت لری.

د عراق د وسله وال پوځ د معلوماتو د اداری له قوله وایی: « خبر ورکول کیږی، چی د نروریزم پرضد د مبارزی ځواکونه د انبار د انستیتوت سیمی ته ورننوتل، په سیمه کی پوځی چاڼیزعملیات د پاتی شوو تروریستانو د له منځه وړلو ، د ماینونو څخه د لارو د پاکولو او د لارو د خلاصولو په موخه روان دی. وسله وال پوځ به خپل بریدونو ته د « تامیم » د سیمی په لور دوام ورکړی. دغه مطلب د عراق د وسله وال پوځ د معلوماتو د اداری په حواله ورکړی دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *