په ولسمشري ماڼۍ کي د مرسته کونکو هيوادونو ناسته تر سره شوې ده
په ولسمشري ماڼۍ کي د مرسته کونکو هيوادونو ناسته تر سره شوې ده په دې ناسته کي له نړيوالې ټولني سره د افغان حکومت پر ژمنو د اقتصادي پياوړتيا په لور د تگ په دي برخه کي د لنډ مهالي، منځ مهالي او اوږد مهالي پلان په هکله خبرې شوې دي
په دې ناسته کې چې د یو شمیر لوړ پوړیو دولتي چارواکیو ترمنځ ته تر سره شوه، ولسمشر محمد اشرف غني په بیلا بیلو برخو لکه: نشه یي توکو، اداري فساد، د پانګه والو پر وړاندې د ستونزو، په ټولیزه توګه د وزارت خونو ستونزو او د نړیوالو بنسټونو نه پیژندنه ستونزو ته په نغوتې سره د غونډې له ګډونوالو غوښتي ترڅو ددې ستونزو د هواری لپاره خپل وړاندیزونه ولسمشری ماڼۍ ته وسپاري.
له دې سره په دې ناسته کې له نړیوالې ټولنې سره د افغان حکومت ژمنوته د ژمن پاتې کیدو، د هیوادوالو غوښتنو ته د درنښت، پر ځان د بساینې په لور د ګامونو پورته کولو د لنډ مهالي پلان رامڼځ ته کولو، اقتصادي ودې، ښې حکومتوالی، د بانکي سیستم په ګډون په ټولو برخو کې دروڼتیا رامنځ ته کول په عدلي او قضایي ادارو کې د سمون ګامونو پورته کولو په تړاو خبرې شوي دي او ملي یوالي حکومت ژمنه کړې چې دې برخو ته به جدي پاملرنه کوي.