A pilot of the Royal Saudi Air Force waves to ground personnel to take off in his American made F-15 Eagle Fighter Jet on Wednesday, August 15, 1990 at an Air Base in Saudi Arabia. The Saudi Air Force is being augmented by American Air Power as they prepare to defend against the Iraqi military threat. (AP Photo/Scott Applewhite)

ولي عربستان په یمن برید وکړ؟

پر یمن د سعودي عربستان له لوري د یوه ایتلاف په کړی کې چې غړي یې بحرین، مصر، اردن، کویت، مراکش، قطر، سودان و امارات دي جګړه په داسې حال کې پیل شوه، چې د خلیج فارس هیوادونو دا برید د یمن پخواني ولسمشر منصور هادي د غوښتنې له مخې ښودلی ویلي یې دي چې دوی دا بردی د یمن د ولسمشر په غوښتنه تر سره کړی دی.

له دې سره سعوديان په دې آند دي چې یمن ته ګډو پولو ته په کتو سره ددې وروستیو شخړو او نښتو له کبله په دې هیواد کې د بې نظمیو او پیښو شمیره لوړه شوې او دوی هڅه کړې ترڅو د منصور هادي په مشری په دې هیواد کې یو ځل بیا نظام او سمون رامڼخ ته کړي هغه ولسمشر چې له مشروعیت څخه برخمن دی.

دې ته پّ کتو سره ددوی دا ادعا له پخوانی توجیې پرته چې ددوی جرمونه او ناخوالې پتوي نور څه نه دي له دې سره دا پر هغه مداخلو د پردې ور اچول دي کوم چې سعودي عربستان یې د سیمې او نړۍ په نورو هیوادونو کې لري.

او په یوه جمله کې ویلی شو چې د سعودي عربستان دا کړنې له نړیوالو د بشر له حقونو په ښکاره سرغړونه ده. اوس مهال په سیمه کې د دې هیواد لاسوهنې او مداخله چې د نیړوالو او بشر حقونو له قانون څخه سرغړونه هم ګڼل کیږي عادي او نورماله حالت خپل کړی دی.

دې جګړې له دې سره چې په اسلامي نړۍ کې د امریکا دوه ګوني چلند ښکارندویي کوي او موخه یې په اسلامي نړۍ کې بدلونونه دي خو له بلې خوا دا ښیي چې چې سعودي عربستان او ددوی ملاتړي هیوادونه کله چې په سیمه او نورو برخو کې د ځینې پریکړوړ له مخې دوی ته زیان رسیږي ټول نړیوال او سیمه ایز قوانینو ته پآملرنه نکوي او پر دې قوانینو پښه ایږدي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *