تحلیل (څیړنه): له دمشق سره د مسکو پوځي مرسته
تحلیل (څیړنه): له دمشق سره د مسکو پوځي مرسته
مسکو له کلونو راهیسی د سوریی د جګری د ډګر په تمه وو دا هغه جګړه ده چې درې سوه زره کسان پکې وژل شوي او له اوو میلیونو شپږ سوه څخه ډیر کسان یي کډوالی ته اړ کړي دي خو تر اوسه هم په دې نیابتي جګړه کې یو لوری پر بل لوری بریالی شوی نه دی عربي چې د تیلو درلودونکي هیوادونه دي د اسد له مخالفینو ملاتړ کوي او په دوهم پړاو کې لویدیځوال له دوی څخه ملاتړ کوي.
سیمه ایزو هیوادونه لکه روسیه او ایران ه د اسد تر څنګ ولاړ دي او د سوریې له دولت څخه ملاتړ کوي. خو اوس روسیه په نیغه توګه سوریې ته د ننه شوې ده مسکو دا منلي او لویدیځ هیوادونه پّ سوریه کې د روسیې له پوځي مداخلې سره مخالف دي او په ډې برخه کې نیوکې لري سوریه په منځني ختیځ کې د روسیې د پښې وروستی ځای دی د طرطوس پوځي هډه په دې سیمه کې د روسیې یواځینی مرکز دی چې شتون لري.
او دا هیواد نغواړي ترڅو له منځني ختیځ سیمې څخه ووځي.
په منځني ختیځ چې د روسیې شتون ددې هیواد د باور او اعتبار لپاره ډير اړین دی چې په دې سره د مسکو لوړ سیاستونه ژغورل کیدی شي.
په دې سیمه کې د روسیې پولی یوآخینی هیواد سوریه پاتې دی د منځني ختیځ په هیوادنو ډیری لویدیځ هیوادونه اغیزه لري او که چیرې سوریه له لاسه ووځي نو پّ نړیواله کچه کې به د روسیې ځواک او اغیزې ته زیان ورسیږي.
په سوریه کې د روسیې د شتون دوهم دلیل او له بشار اسد څخه یې ملاتړ د پوتین لوړ پلانونه دي پوتین ځان د ځواک څښتن بولي او له سوریې سره له څلورو پیړیو راهیسې د مسکو اړیکې ټینګې غواړي په روسیه کې د تزار پړاو له دی وروسته د اومانوف کورنۍ او ور پسې شوري ددې هیواد له نړیوال قدرت څخه شمیرل کیږي.
اوس پوتین ځان په هماغه هنداره کې ګوري او پام کې لري چې تر څو د سوریې په ساتنې سره په نړیوالو اړیکو او برخو خپل اغیزه وساتي مسکو په هغه سیمه کې ولاړ دی چې غواړي خپل قطبي تعریف وساتي او دا غوښتنه په منځني ختیځ کې له شتون سره تړاو لري.
که چیرې د کرملین د ځواک بیلګه هغه ځای ته ورسیږي چې د امریکا هژمون له ګواښ سره مخ کړي باید د نړۍ په بیلا بیلو برخو ته لاره هواره کړي د پوتین ښۍ مټه فعاله شوې له سودانه مصر افریقا سوریه او تر افغانستانه مسکو خپله اغیزه لري.
لودیځ تر اوسه د سوریې له ګواښونو ویره نه لري او دمسکو قدرت تر هغې کچې نه دی چې وکولای شي په ستراتیژیکه سیمه کې د لویدیځ رول ته زیان ورسوي خو که چیرې په سوریه کې د روسیې پښه ټینګه شوه نو د سوریې ډیری ستونزې به د مسکو له لوري هواریږي او هرڅه به د مسکو د نسخې له مخې پر مخ روان وي د مسکو له لوري پریکړې د دمشق لپآره ستونزمنې دي ځکه چې ټولې اړیکې پّ سیمه کې د د سوریې له جګړې سره تړلي دي.