په هند کې په ترافيکي پيښه کې ۱۸ تنه وژل شوي دي
په هند کې په ترافيکي پيښه کې ۱۸ تنه وژل شوي دي
لږ تر لږه ۱۸ تنه هغه وخت و
وژل شول او ۱۶ تنه ټپيان شول چې د هند په شمال –لويديځ د راجستان په ايالت کې يو پيکپ مو ترد پارک شوي لارۍ موټر سره ټکر شو.دامطلب NDTV. تلويزونې چينل ور کړی دي.
« پيکپ موټر د پارک شوي لارۍ موټر سره ټکر وکړ چې په نتيجه کې ۱۴ تنه ووژل شول. چې د وژل شووکسانو په جمله کې ۱۱ ښځې دي اونو ر څلور کسان چې زيان ورته اوښتی وو، روغتون ته په لاره مړه شوي دي».
دامطلب تلويزيون د پوليسو له قوله ورکړی دي. په پیکپ موټر کې کارګران وو چې د کار وروسته د خپلو کورونو پر لور روان وو. ځايي چارواکو ويلي چې د ټپيانو او وژل شوو کسانو د کورنيو سره مالي مرسته کوي.