کابل به په راتلونکي اوني کي د پخلايني خبرو په موخه د څلور اړخيزې ناستې کوربه وي

دا ناسته د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د استازو په Ministry-of-Foriegn-Affairs-555x300@2x-620x330گډون تر سره کيږي

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي: په دې ناسته کې به له وسله والو مخالفینو سره د پخلاینې خبرو د څرنګوالي په هکله بحث وشي. د ښاغلي آزاد په وینا په دې ناسته کې د افغان سولې د پراخیې نقشې په رامنځ ته کیدو خبرې کیږي او په دې هکله به بحث وشي چې دا خبرې به په کوم ځای کې او څه ډول پیل شي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي له هغه وسله والو سره به خبر وشي کوم چې غواړي په افغانستان کې د سولې تر سیوري لاندې ژوند ته دواوم ورکړي خو هغه ډله چې د جګړې اړخ ټاکې د پاکستان او افغانستان له کلک غبرګون سره به مخ شي.

تر اوسه دا نده روښانه چې دا ناسته به په کومه کچه پیل شي خو بهرنیو چارو وزارت ددې ناستې د ګډونوالو رول مهم ښودلی دی. ده ویلي مونږ له ګډونوالو هیوادونو دا هیله لرو چې پّ افغانستان کې د سولې په تینګښت کې خپل رول په ریښتینولۍ سره ولوبوي او په دط برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. د دې ناستې د تر سره کولو پریکړه پاکستان ته د ولسمشر له سفر او کابل ته د راحیل شریف له راتګ وروسته شوې ده.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *