د ټاکنو کميسيونونو د غړيو غوراوي کميټې نن د ريس او وياند په ټاکلو سره په خپل کار پيل وکړ
د ټاکنو کميسيونونو د غړيو غوراوي کميټې نن د ريس او وياند په ټاکلو سره په خپل کار پيل وکړ
دې کميټې ژمنه کړې چي د کميسيونو نو د غړيو په ټاکلو کي به وړتيا او بي پلويتوب په پام کي نيسي او دوی به هم بې پلوه پاتي کيږي
ددې کميټې مسولينو ويلي ددوی کار قانوني دی او په دي برخه کي ملي شورا د ولسمشر فرمان نه دی رد کړی
د ټاکنو کمیسیونو د غړیو غوراوي کمیټه اوه غړي لري چې ریس یې دین محمد ګران او ویاند یې فهیم دشتي ټاکلي دي. ددې کمیټې دنده د ټاکنو کمیسیون لپآره د یو ویشت کسانو او اوو کمیشنرانو او همدارنګه د شکایتونو د کمیسیون لپاره د پنځه لسو غړیو او پنځو کمیشنرانو ټاکنه ده.
ددې کسانو له ټاکنې وروسته به ددوی نوم لړ ولسمشر ته سپارل کیږي او ولسمشر به د نوم لړ له مخې کمیشنران ټاکي. ددې کمیټې ریس نن وویل چې ددوی فعالیتونه به تړلي نه وي.
د غوراوي کمیټه دا دنده لري تر څو د هغه کسانو اسناد وړتیا او اهلیت وڅیړي کوم چې د کمیشنرۍ لپاره نوماندان ټاکل کیږي.
دې کمیټې په داسې حال کې په کار پیل کړی چې ولسي جرګې څلور ورځې وړاندې د ټاکنو په هکله د ولسمشر فرمان رد کړ او ددې کمیټې فعالیت ته هم په همدي فرمان کې راځي. خو د غوراوي کمیټې نن وویل دا فرمان په بشپړه توګه د ملي شورا له لوري رد شوی نه دی او تر اوسه د پلي کیدو وړ دی.
د غوراوي کمیتې غړي دسترې محکمې له استازو د سمون کمیسیون له غړیو د قانون پر پلي کیدو د څار ادارې کارکونکو د بشر حقونو د ښځو له مدافع بنسټونو او مدنې ټولنې له غړیو څخه رامنځ ته شوی چې کاري دوره یې پنځه څلویښت ورځینۍ ده.