د ګوانتنامو ۱۰ زندانیان عمان ته انتقال شول
په ګوانتنامو کې اوس ۹۳ زندانیان پاته دي.په ګوانتنامو کې اوس ۹۳ زندانیان پاته دي.
د عمان دولتي خبرې آژانس وايي چې د پنجشنبې په ورځ د ګوانتنامو د څخه ۱۰ یمني اتباع عمان ته انتقال شوي دي.
دغه خبرې آژانس ویلي دي چې دغه یمنیان به د امریکا په غوښتنه «د موقت وخت لپاره» په عمان کې وساتل شي
.
د امریکا د دفاع د وزارت چارواکو نن ویلي وو چې د ګوانتنامو څخه به لس بندیان منځني ختیځ ته انتقال شي.
د دغو لسو یمنيانو په خوشي کیدو سره دا میاشت د ګوانتنامو د زندان څخه د خوشي شوو بندیانو شمیر ۱۴ ته ورسیدی.
امریکايي چارواکو امریکا غږ ته ویلي دي چې د امریکا حکومت غواړي چې درې نور بندیان هم د دې میاشت په آخر کې د ګوانتنامو څخه بل ځای ته انتقال کړي.
د امریکا جمهور رئیس د سې شنبې په ورځ د امریکا ملت ته په خپلې وینا کې ژمنه وکړه چې د ګوانتنامو د زندان د تړلو لپاره به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.
په امریکا کې ځینې وکیلانو او فعالانو ویلي دي چې امریکا د دې حق نه لري چې بې د محکمې له حکم نه تر نامعلومې مودې بندیان وساتي. د ګوانتنامو په زندان کې ځینې کسان د ۲۰۰۲ کال راهیسې بند دي.
اوسمهال د ګوانتنامو په زندان کې ۹۳ کسان موجود دي. امریکا ادعا کوي چې دغه ټول کسان د تروریستي ډلو سره ارتباط لري.
بل پلو ته د امریکا د دفاع د وزارت یو چارواکي امریکاغږ ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي دي چې د امریکا پوځ به د فبروري د میاشت په پای کې د ګوانتنامو د زندان د تړلو په اړه خپل پلان کانګرس ته وړاندې کړي.